د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له قطري چارواکو سره په کتنه کې پر افغان سولې او ثبات خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان سره خبرو کې ویلي، عربي هېوادونه په تېره قطر کولی شي د افغانستان د روانې شخړې په حل کې پوره همکاري وکړي.
خلیلزاد په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې دوهه باید د افغانستان په سوله او ثبات کې ځانګړې مرسته وکړي.
په ورته وخت کې شیخ محمد هم په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې تل د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې تر خپلې وسې همکاري کړې ده او وروسته له دې به هم خپلې همکارۍ و نه سپموي.
باید و ویل شي، چې خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره هم کتلي، خو د خبرو په اړه یې جزیات نه دي ورکړل شوي او نه هم افغان حکومت، امریکا او طالبانو دغه لیدنه تایید کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل