فلسطیني روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلي ځواکونو په تازه بریدونو کې ۱۴۷ فلسطیني اعتراض کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسرائیلي ځواکونو پرون جمعه د تلې ۲۰ مه غزه کې پر فلسطیني اعتراض کوونکو ډزې کړې دي.
د غزې د روغتیایي سرچېنو ویلي، چې په دې ډزو کې ۷ تنه اعتراض کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
د فلسطیني روغتیایي سرچینو له قوله، له کله چې د مارچ میاشتې پر ۳۰مه د سرحد په اوږدو کې اعتراضونه پیل شوي، د غزې شاوخوا ۲۰۰اوېدونکي وژل شوي دي.
اسراییل حماس ډله د اعتراضونو په تنظیم تورنوي خو حماس یاد تورونه ردوي او وایي، دوی په دې اعتراضونو کې لاس نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل