۱

خلیلزاد او د سعودي عربستان ولعید پر افغان سوله خبرې کړې دي

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۲
د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي د سعودي عربستان له ولعهد شزاده محمد بن سلمان سره کتلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړي دي.
خلیلزاد او د سعودي عربستان ولعید پر افغان سوله خبرې کړې دي
د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي د سعودي عربستان له ولعهد شزاده محمد بن سلمان سره کتلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په یاده ناسته کې، چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر هم ګډون درلود دواړو لوریو د افغان سولې په برخه کې پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي په افغان سوله کې د سعودي رول ته په اشارې ویلي، چې سعودي په دې برخه کې ډېر څه کولی شي.

په ورته وخت کې ځینو پاکستاني رسنیو ویلي، چې خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې د افغان سولې د مذاکراتو په برخه کې د سعودي پر رول موافقه کړې ده.

پاکستاني چارواکو هم خلیلزاد ته ویلي، چې دوی د سعودي عربستان په رول کومه نیوکه نه لري، ځکه دغه هېواد په دې برخه کې تر دې وړاندې هم رغنده رول لوبولی دی.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي تر ټاکل کېدو وروسته پنځو اسیایي هېوادونو ته خپل سفر پیل کړی دی.

نوموړي کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره په خبرو کې ویلي، چې په خپل ټول توان به هڅه وکړي، چې د سولې په برخه پراته خنډونه او ستونزې په فرصتونو بدلې کړي.

دغه راز هغه له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي، چې د سولې د مذاکراتو له پاره خپل استازي او کمېټې وټاکي.

ویل کېږي خلیلزاد به له سعودي عربستان وروسته متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي، چې هلته ښايي د طالبانو له استازو سره هم وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي