۰

لا هم کابو ۳،۷میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۵
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د نا امنیو، اقتصادي ستونزو او منفي کلتوري محدودیتونو له امله شاوخوا ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته له تګه محروم دي.
لا هم کابو ۳،۷میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د نا امنیو، اقتصادي ستونزو او منفي کلتوري محدودیتونو له امله شاوخوا ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته له تګه محروم دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د تلې ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه شمېر ماشومانو  تر ۶۰ سلنه ډېرې یې نحونې دي.

سرچینه زیاتوي، چې د نجونو زده کړه نه یوازې د هغوی انساني او دیني حق دی، بلکې د ټولنې د ټولو برخو دیني او وجداني مسوولیت هم دی، ځکه نو اړینه ده چې دغه مسوولیت ته پاملرنه وشي او په ترسره کولو سره یې د دنیا او اخرت نېکمرغي خپله کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اوس د هلکانو د تعلیم پر وړاندې د پخوا په څېر محدودیتونه نشته، او دغه راز د شاوخوا ۳،۵ میلیونه نجونو لپاره د تعلیمي خدماتو برابرولو ویاړ لري.

خبرپاڼه زیاتوي، که څه هم اوس د هېواد په ډېریو سیمو کې زده کړو ته لارسی ډېر شوی دی، د هېوادوالو تعلیمي سویه ورځ تر بلې د لوړېدا په حال کې ده، خو ياد وزارت زیاتوي، چې له پرمختګونو سره سره لا هم د نا امنیو، اقتصادي ستونزو او منفي کلتوري محدودیتونو له امله شاوخوا ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه شي تللی.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي