۰
ملي امنیت:

میدان وردګو کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۱ طالبان وژل شوي

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۷
ملي امنیت وايي، میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
میدان وردګو کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۱ طالبان وژل شوي
ملي امنیت وايي، میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د له مخې د دغه ولایت د ملي امنیت ریاسته نن پنشنبې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې یو لړ ځانګړي عملیات تر سره کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبانو په دغه سیمه کې یوه مهمه غونډه درلوده، چې ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پرې هوايي برید وکړ.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه برید کې مولوي نقیب الله مشهور په ماجد د طالبانو د استخباراتو رییس، د سیدآباد له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي صمد وزیر، د طالبانو د معیوبینو د برخې مسوول مولوي عبدالرحمان، په عمري مشهور مولوي سیف الرحمن د حقاني شبکې غړی، په تنګي دره کې د طالبانو عمومي مسوول مولوي سیدالله، او دغه راز د پنځلس کسیزه طالب ډلې مشر ملا نقیب مشهور په شهامت له خپلو ۱۵ نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوي دي.

د ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه غړي هم نیول شوي دي، چې دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

د میدان وردګو ولایت امنیتي سرچینې وايي، دغه طالبانو د وسله والو بریدونو د ټاکنو د ګډوډولو او دغه راز د کابل – وردګو د مواصلاتي لارې د تړلو په اړه په سیدآباد ولسوالۍ کې غونده درلوده، چې ځانګړو ځواکونو پرې برید وکړ.

ملي امنیت دا هم زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د دغه وسله والو یوه اندازه وسلې، مهمات او ارتباطي وسایل هم له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملي امنیت پر داسې مهال د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو او د هغوی د وژل کېدو خبر ورکوي، چې طالبانو درې ورځې وړاندې پر دغه ولسوالۍ برید وکړ او تر یوې سختې جګړې وروسته یې دغه ولسوالي د څو ساعتونو له پاره ونیوله.

پر ولسوالۍ د طالبانو په دې برید کې یو شمېر افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه او له امله یې د کابل – کندهار لویه لار هم د دوه ورځو له پاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي