۰

ډاکتر عبدالله د یوه پلاوی په مشرۍ تاجیکستان ته ولاړ

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۴
د افغان حکومت اجرائیه رییس د یوه پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکارۍ سازمان په ۱۷ مه غونده کې د ګدون په موخه تاجیکستان ته ولاړ.
ډاکتر عبدالله د یوه پلاوی په مشرۍ تاجیکستان ته ولاړ
د افغان حکومت اجرائیه رییس د یوه پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکارۍ سازمان په ۱۷ مه غونده کې د ګدون په موخه تاجیکستان ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله او ورسره مله پلاوي نن پنشنبې د تلې ۱۹ مه کابل د دوشنبې د سفر په قصد پرېښود.

له عبدالله سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هم ملتیا کوي او ټاکل شوې چې ښاغلی عبدالله به د شانګاهای غړو هېوادونو په غونده کې وینا وکړي.

اجرائیه ریاست وايي، په دغه غونده کې به د سیمې وضعیت و ارزول شي او دغه راز به په سیمه کې د شانګهای غړو هېوادونو پر سیاستونو هم خبرې وشي.

سرچینه زیاتوي، چې عبدالله به د دې سفر په ترڅ کې د تاجکستان له ولسمشر، د روسیې، چین، ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، بلاروس له لومړي وزیرانو او د هند له بهرنیو چارو وزیر سره هم ناستې ولري.

اجرائیه ریاسته زیاته کړې، چې عبدالله به له دغه مشرانو سره په لیدنه کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې، د سیمې پر امنیتي وضعیت، سوداګرۍ، اړیکو پراختیا او د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې او ثبات په اړه خبرې او بحث وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي