د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان د اوږد مهاله ثبات له پاره افغانستان کې سوله او ثبات حتمي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې پرون چهارشنبې په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې او خبرو وروسته رسنیو ته کړې دي.
خلیلزاد پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د هغه د مرستیالې تهمینه جنجوعه سره د افغان سولې او سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي رسنیو ته ویلي، چې پاکستان د افغان موضوع په حل کې د پام وړ رول لري او د پاکستان د ثبات له پاره افغانستان کې ثبات حیاتي دي.
د هغه په وینا پاکستاني چارواکو ته یې هم همدا خبره کړې او ورته ویلي یې دي، چې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي.
باید و ویل شي، چې زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته سعودي عربستان ته تللی او له سعودي چارواکو سره یې د افغان سولې او سیمه ییز امنیت په اړه خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل