۰

د اسلامي همکاریو د سازمان د افغانستان له ټاکنو ملاتړ اعلان کړ

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۷
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د راتلونکو ولسي جرګې له ټاکنو خپل ملاتړ اعلان کړ، چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون خوا یې هم هرکلی وشو.
د اسلامي همکاریو د سازمان د افغانستان له ټاکنو ملاتړ اعلان کړ
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د راتلونکو ولسي جرګې له ټاکنو خپل ملاتړ اعلان کړ، چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون خوا یې هم هرکلی وشو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان عمومي منشي یوسف العثیمین پرون چهارشنبې د تلې ۱۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه سازمان په ټول قوت د افغانستان د انتخاباتو د بهیر حمایت کوي.

نوموړي په اعلامیه کې هغه وروستي بریدونه چې پر ټاکنیزو غونډو وشول، په کلکو ټکو غندلي او د پېښو له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي یوسف العثیمین د شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره یې د افغانستان د حکومت د هوډ ملاتړ وکړ.

په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي هېوادو د باور وړ بنسټ دی او د افغانستان له انتخاباتو څخه د دې سازمان حمایت د افغانانانو اعتماد نور هم پر دې پروسې پیاوړی کوي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د ولسي جرګې له انتخاباتو څخه د اسلامي همکاریو د سازمان ملاتړ د ارزښت وړ وباله.

نوموړي ویلي، دا چې نړیوالې موسسې لکه د اسلامي همکاریو سازمان یا نور بین المللي سازمانونه د ټاکنو کمېسیون هڅې ستایې او د هغې همکاري کوي دا موږ ته یو نوع روح او پیاوړتیا رابښي.

هغه ډاډ څرګند کړی، چې د اسلامي همکاریو سازمان ملاتړ د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او په ټوله کې د ټاکنو پر پروسې به ډېر ښه اغېز ولري او د خلکو اعتماد به پر دغه پروسه نور هم زیات شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي