۰
ننګرهار:

تر ولسي پاڅون وروسته ۷۵ طالبان د سولې بهیر سره یو ځای شول

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۴
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې تر ولسي پاڅون وروسته ۷۵ وسله وال طالبان له جګړې لاس په سر او د سولې پروسې سره یو ځای شول.
تر ولسي پاڅون وروسته ۷۵ طالبان د سولې بهیر سره یو ځای شول
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې تر ولسي پاڅون وروسته ۷۵ وسله وال طالبان له جګړې لاس په سر او د سولې پروسې سره یو ځای شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وسله والو تر دې وړاندې په یاده ولسوالۍ کې دولت ضد فعالیتونه تر سره کولو، خو کله چې د سیمې اوسېدونکي د وسله والو له کړونو تنګ شول نو ولسي پاڅون یې وکړ.

سیمه ییز چارواکي وایي، تر دې پاڅون وروسته په یاده سیمه ډېری طالبانو جګړې ته زړه نه ښه کاوه او ځینو خو یې ان جګړه پرېښې ده.

د ننګرهار د والي ویاند حیات الله حیات د دغه وسله والو د راتګ هرکلي مراسمو کې و ویل، چې ۷۵ وسله وال طالبان چې وړاندې یې په بټي کوټ کې دولت ضد فعالیتونه کول د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

نوموړي زیاته کړه، چې به له دغه طالبانو د بټي کوټ ولسوالۍ د نورو خلکو او اوسېدونکو په څېر د امنیت د ټینګښت او د وسله والو پر وړاندې کار واغلي.

د طالبانو غړیو، چې د سولې له پروسې سره یوځای شوي، وویل چې پاکستان له دوی سره د افغانستان د دولت پر ضد په جګړه کې کومک کاوه او آی ایس آی وسلې ورکولې.

د دوی په وینا کله چې د اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د سعودي عربستان دیني عالمانو په افغانستان کې جګړه فتنه او ناروا وبلله نو دوی هم هوډ وکړ، چې له دغه جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

د سولې له بهیر سره یو ځای شوي طالبان وايي، له دې وروسته به د امنیتي ځواکونو سره څنګ تر څنګ د امنیت په ټينګښت کې برخه اخلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي