په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی زېميرمن وايي، ناټو سازمان د افغان جګړې د خصوصي کولو هېڅ ډول پلان نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، ناټو په دې برخه کې د ولسمشر غني او افغان حکومت د هغه موقف ملاتړ کوي، چې د جنګ د خصوصي کېدو مخالفت يې کړی دی.
نوموړی زیاتوي، د ناټو غړو هېوادونو د بروکسل کنفرانس کې له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاريو د دوام ژمنې کړي او هغه به عملي کوي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو اوازې یو ځل بیا ګرمې شوې دي.
ویل کېږي، د بلک واټر امریکايي امنیتي کمپنۍ مشر هڅه کوي، چې د افغان جګړه د دوی شرکت ته وسپارل شي او دغه راز د افغانستان د کانونو قرارداد تر لاسه کړي.
راپورونه وایي، د بلک واټر مشر اریک څو ځلې د افغان حکومت او د ولسمشر غني د سیاسي مخالفینو سره هم په همدې تړاو کتلي، خو تر اوسه بریالی شوی نه دی، ځکه د ده په وینا ولسمشر غني یې پر وړاندې لوی خنډ دی.
ولسمشر غني په یوه غونډه کې په ښکاره ډول و ویل، چې هېچا ته به د افغان جګړې د خصوصي کولو اجازه ورنکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل