۰
د ناټو ملکي استازي:

افغان ځواکونه او د ټاکنو کمېسیون د ښو ټاکنو تر سره کېدو وړتیا لري

چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۵
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی کورنلیوس زیمرمن وايي، راتلونکې ټاکنې د افغان دولت، افغانستان کې ناټو ماموريت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون لپاره ډېرې مهمې او په لومړيتوبونو کې دي.
افغان ځواکونه او د ټاکنو کمېسیون د ښو ټاکنو تر سره کېدو وړتیا لري
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی کورنلیوس زیمرمن وايي، راتلونکې ټاکنې د افغان دولت، افغانستان کې ناټو ماموريت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون لپاره ډېرې مهمې او په لومړيتوبونو کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې راتلونکې پارلماني ټاکنې د افغانانو لپاره يو ديموکراتيک او تاريخي بهير دی.

د ناټو ملکي استازی زېميرمن افغان امنيتي ځواکونه او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د را روانو پارلماني ټاکنو د ښه ترسره کېدو پوره وړتيا لري.

نوموړي تمه وښوده، چې راتلونکې پارلماني ټاکنې به منصفانه او معتبرې ترسره شي.

ده دا هم و ویل، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر له ۱۳زرو څخه ۱۶زرو ته لوړ شوی او دغه ځواکونه به د افغان امنيتي قواوو روزنې، مشورې او تجهيز ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي