په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی کورنلیوس زیمرمن وايي، راتلونکې ټاکنې د افغان دولت، افغانستان کې ناټو ماموريت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون لپاره ډېرې مهمې او په لومړيتوبونو کې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې راتلونکې پارلماني ټاکنې د افغانانو لپاره يو ديموکراتيک او تاريخي بهير دی.
د ناټو ملکي استازی زېميرمن افغان امنيتي ځواکونه او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د را روانو پارلماني ټاکنو د ښه ترسره کېدو پوره وړتيا لري.
نوموړي تمه وښوده، چې راتلونکې پارلماني ټاکنې به منصفانه او معتبرې ترسره شي.
ده دا هم و ویل، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر له ۱۳زرو څخه ۱۶زرو ته لوړ شوی او دغه ځواکونه به د افغان امنيتي قواوو روزنې، مشورې او تجهيز ته دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل