۰
ننګرهار والي:

تر وسله والو مخالفینو د خلکو د حقونو خوړونکي خطرناک دي

چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۱
د ننګرهار والي حیات الله حیات وایي، تر وسله والو مخالفینو هغه مخالفین زیات خطرناک دي، چې د حکومت تر چتر لاندې اوسي او ملي شتمنۍ یې لوټ کړې.
تر وسله والو مخالفینو د خلکو د حقونو خوړونکي خطرناک دي
د ننګرهار والي حیات الله حیات وایي، تر وسله والو مخالفینو هغه مخالفین زیات خطرناک دي، چې د حکومت تر چتر لاندې اوسي او ملي شتمنۍ یې لوټ کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حیات دغه څرګندونې پرون سه شبنې د تلې ۱۷ مه د ښوونکې نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وکړې.

نوموړی وایي، دا مهال افغانستان او افغان ولس له دوه ډلې دښمنانو سره جنګېږي،
والي زیاته کړه«له دې ډلې نه تل خطر وي، دې ته بُزدله ډله دښمنان د افغانستان د خلکو او دې ته د انسان د وينو زبېښوونکې ډله وايي چې موږ او تاسو يې ښه پيژنو. دوی د نظام تر چتر لاندې په یو او بل نوم، څوک د دولتي مامور په نوم، څوک د جهادي قوماندان په نوم، څوک د وکيل په نوم او څوک د سپين‎ږيري په نوم باندې په ‎دې ملت يې پښه ايښې او همداسې اخته دي چې ترڅو يې ساه وباسي.»
چې یو ډله یې وسله وال مخالفین او بله هغه یې هم د نظام تر چتر لاندې د خلکو د حقوق زبېښوونکي ډله ده، چې تر لومړی هغه یې دا دوهمه ډېره خطرناکه ده.

والي زیاته کړه«له دې ډلې نه تل خطر وي، دې ته بُزدله ډله دښمنان د افغانستان د خلکو او دې ته د انسان د وينو زبېښوونکې ډله وايي چې موږ او تاسو يې ښه پيژنو. دوی د نظام تر چتر لاندې په یو او بل نوم، څوک د دولتي مامور په نوم، څوک د جهادي قوماندان په نوم، څوک د وکيل په نوم او څوک د سپين‎ږيري په نوم باندې په ‎دې ملت يې پښه ايښې او همداسې اخته دي چې ترڅو يې ساه وباسي.»

د ننګرهار والي ټينګار وکړ، چې دغه ډلې په یوه او بل نوم چوکۍ غواړي، په غونډو کې ګډون کوي خو نور یې حکومتی داري لوټ کړه، ځنګلونه یې لوټ کړل، کانونه یې لوټ کړل او چور او تالان یې کډ کړی دی.

د حیات الله حیات په خبره دغه خطرناکه ډلې نه یوازې ملي شتمنۍ لوټ کړې بلکې د دې تر څنګ هغه کسان، هغه که والي دی، که رییس دی او یا هم بل هغه مسول کس چې غواړي اصلاحات او سمون راولي کار ته نه پرېږدي.

دی وايي، ښوونکو ته د نمرو نه وېش لامل هم همدا د نظام تر چتر لاندې د ده په وینا د خلکو د حقونو دښمنه او ظالمه ډله ګرمه وبلله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي