۰

هلمند کې پر ټاکنیزه غونډه ځانمرګی برید شوی دی

سی شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۳
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې پر یوه ټاکنیزه غونده کې چاودنه شوې، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې پر ټاکنیزه غونډه ځانمرګی برید شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې پر یوه ټاکنیزه غونده کې چاودنه شوې، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه ولسي جرګې ته د یوه نوماند صالح محمد اڅکزي په دفتر کې پر ټاکنیزه غونده شوې ده.

د هلمند د والي ویاند د صالح محمد اڅکزي په غونډه کې د چاودنې پخلی کړی خو د نوعیت او د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې ځینې راپورنه د امنیتی سرچینو له قوله وايي، چې دغه ځانمرګی برید و او په کې پنځه تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دی.

امنیتي سرچینې زیاتوي، چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي.

تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو طالبانو پرون په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی و، چې په خپل ټول توان به د ټاکنو ترسره کېدو مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې هم په ورته یوه غونډه په ځانمرګي کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د دغه برید مسؤولیت داعش پر غاړه اخیستی وو.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي