۰

سعودي عربستان او افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا هوکړه کړې

سی شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۴
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، افغان چارواکو له سعودي عربستان سره د ګډو سوادګریزه اړیکو د پراختیا په برخه کې موافقه کړې ده.
سعودي عربستان او افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا هوکړه کړې
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، افغان چارواکو له سعودي عربستان سره د ګډو سوادګریزه اړیکو د پراختیا په برخه کې موافقه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ګډو سوداګریزو اړیکو لومړنۍ ناسته د سعودي عربستان په مرکز ریاض ښار کې ترسره شوه.

سرچنه زیاتوي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر او د سعودي عربستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر برخه اخیستې ده.

خبرپاڼه کاږي، په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې په جلبولو، برېښنا، انکشافي پروژو، اقتصادي او سوداګریزې اړیکو په پراختیا، تخنیکي مرستو، سیمه ییزې همکارۍ او نورو مسایلو بحثونه وشول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له سعودي عربستان سره د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا خورا مهم کار دی او دواړه لوري به په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي