۰

زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړې

سی شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۹
د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام آباد ته رسېدلی او له پاکستاني چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.
زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړې
د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام آباد ته رسېدلی او له پاکستاني چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په کابل کې د حکومتي چارواکو او سیاسیونو سره د سولې په اړه تر خبرو وروسته نن سه شنبې د تلې ۱۷ مه پاکستان ته ولاړ.

نوموړي پاکستان ته له رسېدو سره سم د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه سره کتلي او پر افغان سولې یې خبرې ورسره کړي دي.

ویل کېږي خلیلزاد له پاکستان غوښتي چې د سولې په برخه کې همکاري وکړي او پاکستان باید پر طالبان له خپل نفوذ څخه په ګټنې هغوی د سولې او مزاکراتو مېز ته رولي.

په اسلام آباد کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال هم پر خپله فسبوک پاڼه ویلي، چې خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او ځینو نورو مسایلو خبرې کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې له خلیلزاد سره په دغه سفر کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ملتیا کوي.

باید و ویل شي، چې زلمي خلیلزاد پرون خپل لس ورځنۍ سفر له کابل څخه پیل او ټاکل شوې تر پاکستان ورسته سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي.

هغه په کابل کې له افغان چارواکو سره په خبرو کې ویلي، چې له هرې لارې به د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې کار واخلي.

نوموړي ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکې ده او هڅه کوي، د افغان سولې په برخه کې ټولې ستونزې او خنډونه په فرصتونو بدل کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د سولې پروسې اصلي مشري به افغانستان کوي او امریکا یوازې غواړي دغه خبرو او مذاکراتو زمینه برابره کړي.

نوموړي د امریکا دغه ټینګار ته چې غواړي د سولې مشري او مالکیت د افغان حکومت په لاس کې وي، پر حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د سیاسي مذاکراتو له پاره خبل استازي وټاکي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي