۰
زلمی خلیلزاد:

طالبان او افغان حکومت دې د سولې لپاره خپل استازي وټاکي

سی شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۸
د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د سیاسي مذاکراتو له پاره خپل استازي وټاکي.
طالبان او افغان حکومت دې د سولې لپاره خپل استازي وټاکي
د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د سیاسي مذاکراتو له پاره خپل استازي وټاکي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خیلزاد دغه څرګندونې د ولسمشر غني او اجرائیه رییس عبدالله په ګډون له یو شمېر حکومتي، سیاسي او جهادي مشرانو سره تر لیدنو کتنو وروسته کابل کې د امریکا سفارت کې کړې دي.

خلیلزاد ویلي، امریکا غواړي د افغانستان جګړه له سیاسي لارو حل شي او له همدې امله ده (خلیلزاد) له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي دي او غواړي د دوی نظریات ټول کړي.

د افغان سولې له پاره د امریکا دغه ځانګړي استازي زیاته کړې، چې هڅه کوي، د افغان سولې په برخه کې ټولې ستونزې او خنډونه په فرصتونو بدل کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د سولې پروسې اصلي مشري به افغانستان کوي او امریکا یوازې غواړي دغه خبرو او مذاکراتو زمینه برابره کړي.

نوموړي د امریکا دغه ټینګار ته چې غواړي د سولې مشري او مالکیت د افغان حکومت په لاس کې وي، پر حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د سیاسي مذاکراتو له پاره خبل استازي وټاکي.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد پرون کابل ته راغلی او له ولسمشر، اجرائیه رییس، مخکني ولسمشر حامد کرزي، نورو حکومتي چارواکو او ځینو سیاسي او جهادي مشرانو سره جلا جلا وکتل.

نوموړی کابل ته تر سفر وروسته نن سه شنبې د تلې ۱۷ مه اسلام آباد ته تللی او ټاکل شوې له پاکستاني چارواکو سره هم د افغان سولې په اړه جدي خبرې او بحث وکړي.

دغه راز خلیلزاد به د خپل لس ورځني سفر په ترڅ کې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفرونه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي