۰
د پيسو نړیوال صندوق:

د ټرمپ وروستي اقدامات نړیوال اقتصاد ته د زغم وړ نه دي

سی شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۳
د پيسو نړیوال صندوق په یوه راپور کې وايي، چې تعرفې او ګمرکي محصولاتو په برخه کې د ټرمپ وروستي اقدامات نړیوال اقتصاد ته د زغم وړ نه دي.
د ټرمپ وروستي اقدامات نړیوال اقتصاد ته د زغم وړ نه دي
د پيسو نړیوال صندوق په یوه راپور کې وايي، چې  تعرفې او ګمرکي محصولاتو په برخه کې د ټرمپ وروستي اقدامات نړیوال اقتصاد ته د زغم وړ نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه صندوق په خپل وروستي راپور کې زیاته کړې، چې دغه اقدامات به نړۍ تر دې هم بې وزله کړي.

په راپور کې راغلي، چې د امریکا او چین تر منځ یو پر بل د تعرفو لګول نړیوال اقتصاد ته تر ټولو لوی خطر دی او دغه اقتصاد ته به لوی زیان ورسوي.
 
باید و ویل شي، چې د امریکا ولسمشر واک ته تر رسېدو څه موده وروسته پر وسپنه او المونیم مالیات لوړ کړل، چې د اروپا، چین او ځینو نورو هېوادونو غبرګونونه یې راوپارول.

پر چین د ټرمپ له خوا  د تعرفې لوړولو په ځواب کې چین هم پر امریکا تعرفې لوړې کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي