۰
کورنیو چارو وزارت:

د ټاکنو د کډوډولو په اړه د طالبانو خبردارۍ تبلیغات دي

سی شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبان د ټاکنو د کډوډولو توان نه لري او په دې اړه یې ورکړی خبرداری تش تبلیغات دي.
د ټاکنو د کډوډولو په اړه د طالبانو خبردارۍ تبلیغات دي
د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبان د ټاکنو د کډوډولو توان نه لري او په دې اړه یې ورکړی خبرداری تش تبلیغات دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون په یوه اعلامیه کې رایه ورکوونکو او نوماندانو ته خبرداری ورکړ، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

طالبانو ټاکنې د امریکا دسیسه وبلله چې د دوی په وینا د ولس د تېرایستولو له پاره یې په لار اچولې او په ټاکنو کې ګډون کوونکو ته یې خبردارۍ ورکړ، چې ګډون په کې ونه کړي.

په خبرپاڼه کې طالبانو ګواښ کړی و، چې په خپل ټول توان سره به د ټاکنو مخنیوی وکړي او پرې به نږدي، چې ټاکنې تر سره شي.

خو د کورنیو چارو وزارت د طالبانو دغه خبردارۍ پوچ تبلیغات وبلل او وایي طالبان د دې وړتیا نه لري، چې ټاکنې ګډې وډې کړای شي او یا یې هم مخه ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، د ټاکنو له پاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شي او طالبان به پرېنږدي، چې د ټاکنو پروسې ته زیان ورسوي.

د هغه په وینا د ټاکنو د امنیت په موخه ۵۴ زره امنیتي ځواکونه توظیف شوي او د دې تر څنګ به ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه، کشف او استخبارات او هوایي ځواکونه د دغې ملي، مهمې، حساسې او تاریخي پروسې په برخه په امنیت کې برخه واخلي.

نوموړی لکه څنګه چې د نوم لیکنې پروسه په بریالی توګه تر سره شوه دغه راز به امنیتي ځواکونه په خپل ټول توان سره د ټاکنو پروسه هم خوندي او د بریا پړاو ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي