۰

ټرمپ او کېم جونګ اون به ډېر ژر سره ګوري

دوشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۹
د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره پر دې موافقه کړې، چې ډېر ژر به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
ټرمپ او کېم جونګ اون به ډېر ژر سره ګوري
د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره پر دې موافقه کړې، چې ډېر ژر به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمالي کوریا ته د مایک پمپیو تر سفر وروسته د شمالي کوریا رسنیو د ولسمشر اون او مایک پمپیو لیدنه مثبته بللې ده.

د شمالي کوریا رسنیو د دغه هېواد د ولسمشر اون له قوله د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره ناسته فوق العاده او خبرې یې هیله بښوونکي بللې دي.

د سرچینې په وینا کېم جونګ اون ورته ویلي، له پومپیو سره هوکړې ته رسېدلی دی، چې هر څومره ژر کېدای شي له ټرمپ سره به یوه ناسته تنظیم او ورسره به د شمالي کوریا د خالي سلاح کولو د پروسې پر نظارت هم خبرې وکړي.

د شمالي کوریا یوې ورځپاڼه وايي، ولسمشر کېم جونګ اون زیاته کړې، چې له پومپیو سره په خبرو کې یې د دواړو هېوادونو ګټو ته په پام دا تصمیم نیولی دی.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ اون ویلي، چې له ټرمپ سره به د ځینو موضوعاتو په اړه په تفصیل خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي