لوېدیځې رسنۍ وایي، د امریکا په نیویارک ایالت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د امریکا په نیویارک ایالت الباني ته نږدې د یوه لېموزین او یوه بل موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی په لېموزین موټر کې د یوه واده مېلمانه سپاره و، چې له بل موټر سره تر ټکر وروسته له سړکه اوښتی او د یوې لویې مغازې پارېکنګ ته لوېدلی دی.
د نیویارک پولیسو ویلي په پېښه کې ټول ۲۰ تنه وژل شوي، چې ۱۸ یې د لېمورین موټر سورلي او دوه کسان هم په پارکېنګ کې وژل شوي دی.
جمهورخبري آژانس:کابل