۰

د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانستل شوې

دوشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۶
سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل – کندهار لویه لار چې په میدان وردګو کې د جګړې او پلچکونو د الوزولو له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانستل شوې ده.
د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانستل شوې
سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل – کندهار لویه لار چې په میدان وردګو کې د جګړې او پلچکونو د الوزولو له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانستل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې وړمه شپه سخته جګړه وشوه، چې د چارواکو په خبره طالبانو د څو ساعتونو له پاره ولسوالي ولکه کړې وه.

چارواکي وايي، اوس د ولسوالۍ بشپړ کنټرول د افغان ځواکونو په واک کې دی او ډېر ژر به د وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي.

د میدان‌ وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل وايي، طالبانو په سید‌آباد ولسوالۍ کې یو پلچک په بمونو والوزوه او د کابل – کندهار د لویې لارې په ځینو برخو کې ماینونه ښخ کړي وو.

خو په وینا یې اوس امنیتي ځواکونو د موټرو د تګ راتګ لپاره یوه فرعي لاره جوړه کړې ده او پلچک هم بېرته رغول کېږي.

په ورته وخت کې ترانسپورتي شرکتونه وايي، دغه لار پرانستل شوې، خو یوازې د وړو موټرو پر مخ نه د لویو مسافروړونکو او باربري موټرو پر مخ.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي