۰

جوزجان کې ۱۷ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۹
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په برید کې ۱۷ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جوزجان کې ۱۷ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په برید کې ۱۷ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ دغه نښته تېره شپه (د تلې ۱۵مه) د جوزجان ولایت په قوشتېپې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د جوزجان امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر کمال الدین یاور وايي سلګونو طالبانو په قوشتېپې ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتی پوستو بریدونه وکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه بریدونو کې شپږ د افغان پوځ سرتېري، یو د ملي امنیت سرتېری وژل شوي او شپږ د ملي اردو سرتېري او څلور سیمه ییز پولیس ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا طالبانو د ملي اردو نمبر ۱ او نمبر ۲ پوستې هم نیولې، چې د بېرته نیولو له پاره یې پلان نیول شوی او ډېر ژر به بېرته ونیول شي.

یاور د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو د سیمې ځايي اوسېدونکو ویلي، چې په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمېره یې نه ده معلومه.

طالبانو هم په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو د بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دوه پوستې یې نیولې، ۱۳ پولیس یې وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

طالبانو په جګړه کې د خپلو دوه ملګرو د ټپي کېدو پخلی هم کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي