دفاع وزارت: غزني او پکتیکا کې ۶۸ طالبان وژل شوي دي

16 میزان 1397 ساعت 13:00

ملي دفاع وزارت وايي، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن دوشنبې د تلې ۱۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د غزني په ناوې، ګیلان، واغظ، ده یک، مقر او د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو بمبار کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دواړو ولایتونو کې د شویو هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز دفاع وزارت وايي، په عملیاتو کې څلور شکمن کسان هم نیولي، او د طالبانو پنځه عرادې موټر، دوه عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 109020

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109020/

جمهور
  https://www.jomhornews.com