۰
د هند د پوځ مشر:

هند نه غواړي له مسکو سره خپلې اړیکې د امریکا په خوښه تنظیم کړي

دوشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۶
د هند د پوځ مشر بیپن راووت وايي، هند نه شي کولای له مسکو سره خپلې اړیکې د امریکا تر اغېز لاندې راولي او د امریکا په خوښه یې تنظیم کړي.
هند نه غواړي له مسکو سره خپلې اړیکې د امریکا په خوښه تنظیم کړي
د هند د پوځ مشر بیپن راووت وايي، هند نه شي کولای له مسکو سره خپلې اړیکې د امریکا تر اغېز لاندې راولي او د امریکا په خوښه یې تنظیم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راووت دغه څرګندونې د هغه ګواښونو په غبرګون کې کړې، چې امریکا ویلي که هند له روسیې د ایس۴۰۰ دفاعي سیستم وپېري ښايي له بندیزونو سره مخ شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین څو ورځې وړاندې هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي سره هغه تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې مسکو، ډهلي ته د ۵ میلیارد ډالرو په بدل کې د ایس۴۰۰ دفاعي سیستم ورکوي.

په دغه څه امریکا غبرګون وښود او له تړون څه وړاندې یې هند ته خبردارۍ ورکړی وو چې که له روسیې د ایس۴۰۰ دفاعي سیستم واخلي نو د واشنګټن له بندیزونو سره به مخ شي.

اوس د هند د پوځ مشر بيپن راووت ویلي دوی په دې پوهېږي چې د ایس۴۰۰ دفاعي سیستم په اخیستلو سره ښايي د امریکا له بندیزونو سره مخ شي.

خو وینا یې امریکا باید له دې وېره و نه لري چې هند نوې او پرمختللې تکنالوژۍ ته لاسرسی پیدا کړي، ځکه هند دغه توغندیو ته اړتیا لري او بل څوک دغه اړتیا نه شي پوره کولی.

نوموړي همدا راز ویلي مسکو دې له هند سره له ښو اړیکو اندېښنه نه لري، ځکه هند نه غواړي له مسکو سره خپلې اړیکې د امریکا په خوښه تنظیم کړي او یا د دوی اغېز ورباندې وي.

د هند د پوځ مشر بیپن راووت زیاته کړې، چې امریکا او هند ملګري هېوادونه دي خو هند پخپلو ټولو بهرنیو او کورنیو چارو کې خپلواک دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي