۰

طالبانو رایه ورکوونکو او نوماندانو ته خبردارۍ ورکړی دی

دوشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۱
وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ټاکنو کې رایه اچوونکو او ټولو نوماندانو ته خبردارۍ ورکړی، چې په ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
طالبانو رایه ورکوونکو او نوماندانو ته خبردارۍ ورکړی دی
وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ټاکنو کې رایه اچوونکو او ټولو نوماندانو ته خبردارۍ ورکړی، چې په ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو په دغه اعلامیه کې ټاکنې یوه امریکایي پروسه بللې، چې په وینا یې د ولس د تېر ایستلو له پاره یې رامنځ ته کړې ده.

د طالبانو به اعلامیه کې ویل شوي، امریکایانو د ولس د تېر ايستلو لپاره د ټاکنو پروسه رامنځ ته کړې ده نو له همدې امله ولس ته په کار ده چې په دغه پروسه کې ګډون و نه کړي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، امریکایان پخپله دغه پروسه مدیریت کوي، د خلکو رایې ارزښت نه لري او د افغانستان له راتلونکې سره کومه مرسته نه شي کولی.

د دوی په وینا تېر پارلمان له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ چې په دې توګه د زرګونه افغانانو وینې تویې شوې او دا کار له ملي ګټو سره په ټکر کې عمل و، نو له راتلونکي پارلمان هم د ښو تمه نه شي کېدلی.

د طالبانو مشرتابه پر خپلو وسله والو غږ کړی چې په ټول توان دې په خپلو سیمو کې د ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونیسي او دغه پروسه دې ناکامه کړي.

وسله والو طالبانو نوماندانو ته هم خبرداری ورکړی چې په دغه پروسه کې دې ګډون نه کوي، ځکه د افغانستان شرایطو ته په کتو ټاکنې نه شي ترسره کېدلی او امریکا خپل اهداف پالي.

طالبانو ځل بیا پر افغان ولس غږ کړی چې د امریکايي ځواکونو پر وتلو دې ټینګار وکړي او په وینا یې د هېواد ملي ګټې او خیر په همدې کې دی چې دغه ځواکونه له افغان خاورې ووځي.

افغان حکومت تر اوسه د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي