۰

پوځي چارواکي وايي فاریاب کې ۲۸ وسله وال وژل شوي دي

دوشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۰
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پوځي چارواکي وايي فاریاب کې ۲۸ وسله وال وژل شوي دي
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د تلې ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو پر ضد د ایثار ۵ عملیات د فاریاب په شرین تګاب او دولت آباد ولسواليو کې تر سره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د ناټو ځواکونو په ملاتړ د شرین تګاب ولسوالۍ په ګرزیوان او اسلام قلعه سیمو کې د طالبانو پر غوندو هوايي بریدونه شوي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې د یوه قوماندان قاري رحمت الله په ګډون ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بل خوا خبرپاڼه وايي، په ورته یوه برید د دولت آباد ولسوالۍ د بازار قلعه په سیمه کې د یوه قوماندان قاري عبدالله په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي