په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې ۳۵۶۵ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو دفتر په راپور کې راغلي، چې ملکي افغانانو ته دغه مرګ ژوبله، په ځانمرګو بریدونو، د سړک د غاړې ماین چاودنو او هوايي بریدونو کې اوښتې ده.
د یوناما د معلوماتو پر بنسټ په دغه بریدونو کې په تېرو ۹ میاشتو کې ۱۰۶۵ ولسي خلک وژل شوي او څه باندې ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی وسله وال طالبان او د داعش ډله تورن دي چې په ملکي سیمو کې ماینونه ښخوي او ځانمرګي بریدونه کوي.
ملګرو ملتونو دا کار جنګي جنایت بللی دی او ویلي یې دي، چې د تېرکال په پرتله ځانمرګي بریدونه او د سړک غاړي ماینونو د چاودنې پېښې ۲۱سلنه زیاتې شوي او له دې پلوه ملکي تلفات هم ۴۶سلنه زیاته شوې ده.
یوناما په دې راپور کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې ۵۲ سلنه مسولیت د داعش او ۴۰ سلنه مسولیت د طالبانو په غاړه اچولی دی.
په راپور کې ویل شوي، چې په لومړنیو شپږو میاشتو کې په هوايي بریدونو کې ۳۵۳ کسان وژل شوي او ژوبل شوي چې د قربانیانو تر نیمایي زیات یې ښځې او ماشومان دي.
راپور وايي، د دغو تلفاتو ۵۲ سلنه د افغان ځواکونو او ۴۵ سلنه د بهرنیو ځواکونو کار بللی دی او وايي درې فیصده نوره یې د دولت د ملاتړو کار دی.
یوناما همدغه راز په افغانستان کې د هوايي بریدونو پر زیاتوالي هم اندېښنه ښودلې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل