۰

پر بګرام هوايي ډګر راکټ برید شوی دی

یکشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پر بګرام هوايي ډګر راکېټي برید شوی، خو مرګ ژوبله نه لري.
پر بګرام هوايي ډګر راکټ برید شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پر بګرام هوايي ډګر راکېټي برید شوی، خو مرګ ژوبله نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد ایاز ویلي، دغه برید تېره شپه (د تلې ۱۴مه) تر سره شوی دی.

نوموړي ویلي، چې د بګرام ولسوالۍ له مهتاب قلعه سیمې څخه پر هوايي ډګر راکېټ توغول شوی خو په میدان کې نه دی لګېدلی او په هوا شنډ کړای شوی دی.

په ورته وخت کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دغه راکټي برید کې یې امریکايي ځواکونو ته ځاني او مالي زیان اړولی دی.

بګرام چې په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو تر ډولو پوځي اډه ده، د روان کال له پیل راهیسې څو ځلې پرې ورته حملې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:پروان



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي