۰
شېرپاو:

پاکستان کې امن افغانستان کې په امنیت پورې تړلی دی

یکشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۱
د پاکستان د وطن قومي ګوند مشر آفتاب احمدخان شېرپاو وايي، که پاکستان غواړي، چې امن شي نو د افغانستان په امن او سوله کې د مرسته وکړي.
پاکستان کې امن افغانستان کې په امنیت پورې تړلی دی
د پاکستان د وطن قومي ګوند مشر آفتاب احمدخان شېرپاو وايي، که پاکستان غواړي، چې امن شي نو د افغانستان په امن او سوله کې د مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شېرپاو ویلي، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په تېره بیا د پاکستان د امنیت او ثبات له پاره خوار مهمه دی.

نوموړي زیاته کړې، تر څو چې افغانستان کې سوله او امن را نه شي په ټوله سیمه او پاکستان کې امن او ثبات ممکن نه دی.

هغه د پاکستان حکومت ته په خطاف کې ویلي که پاکستان غواړي چې هېواد یې امن او با ثباته شي نو د افغانستان په ثبات او سوله کې دې مرسته وکړۍ.

دغه راز نوموړي د سیمې پر هېوادونو هم غږ کړی او غوښتنه یې ترې کړې، چې د افغانستان د اوږدې جګړې په پای ته رسولو کې ریښتینې همکاري او مرسته وکړي تر څو ټوله سیمه کې ثبات شي.

شېرپاو وايي، که افغانستان امن شو، نو په ټوله سیمه کې به د امنیت تر څنګ ستر اقتصادي او سوداګریز پرمختګونه هم رامنځ ته شي.

بلخوا نوموړي د پاکستان له حکومته دا غوښتنه هم کړې، چې په پښتونخوا او نورو قبایلي سیمو کې دې د خلکو حقوقو ته درناوی وکړي او له زور زیاتي دې لاس په سر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي