۰

ملي امنيت پاکستان کې جوړ زرګونه جعلي سټېکرونه نیولي دي

یکشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۲
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په ننګرهار ولایت کې څلور کسان له نېږدې ۴۵۰۰ جعلي سټېکرونو سره یو ځای نیول شوي دي.
ملي امنيت پاکستان کې جوړ زرګونه جعلي سټېکرونه نیولي دي
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په ننګرهار ولایت کې څلور کسان له نېږدې ۴۵۰۰ جعلي سټېکرونو سره یو ځای نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه په خپره شوې دغه کسان د ننګرهار ولایت په سرحدي تورخم ښارګوتي کې نیول شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغه کسانو نېږدې څلور نیم زره سټېکرونه هم تر لاسه شوي او دوی دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.

ملي امنیت زیاته کړې، نيول شوو کسانو اعتراف کړى چې دغه جعلي سټېکرونه يې د پاکستان په پېښور ښار کې جوړ کړي او پلان يې درلود کابل ته يې ولېږدوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغو کسانو بيا له دې تذکرو د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغليو لپاره ګټه اخیسته چې خپلې موخې ته ونه رسېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي