۰

زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه خپل لس ورځنی سفر پيل کړ

پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۴
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د مذاکراتو لپاره د هڅو په موخه خپل سفر پیل کړ.
زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه خپل لس ورځنی سفر پيل کړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د مذاکراتو لپاره د هڅو په موخه خپل سفر پیل کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی خلیلزاد به لس ورځنی سفر سر له نن(د تلې ۱۲مه) پیل کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ خلیلزاد به افغانستان، سعودي عربسان، متحده عربي اماراتو، قطر او پاکستان ته سفرونه ولري.

په خبرپانه کې راغلي نوموړی به د خپل سفر په ترڅ کې هڅه به وکړي چې د سولې دخبرو په تړاو د ښکېلو هېوادونو نظریات، وړاندیزونه او ملاتړ خپل کړي.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې زلمی خلیلزاد به د افغان حکومت په نږدې همکارۍ او سلا مشوره د سولې د خبرو لپاره هڅې کوي او له ديپلوماتیکو لارو په استفادې به افغان طالبان د مذاکرې مېز ته حاضروي.

د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي تر ټاکل کېدو وروسته د زلمي خلیلزاد دا لومړی سفر دی، چې د افغان سولې په تړاو یې کوي او ویل کېږي د سفر په ترڅ کې به د هغه ټول تمرکز د افغان جګړې پر پای ته رسولو او سولې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي