۰

نیمروز کې ۱۲ پولیس او طالبان وژل شوي دي

چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
سیمه ییز چارواکي وايي، نیمروز ولایت کې د افغان پولیس او طالبانو تر منځ جګړه کې له دواړو غاړو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نیمروز کې ۱۲ پولیس او طالبان وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، نیمروز ولایت کې د افغان پولیس او طالبانو تر منځ جګړه کې له دواړو غاړو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جګړه تېره شپه (د تلې ۱۰ مه) د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې طالبانو په سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید وکړ.

د چخانسور ولسوال حبیب الله اسد ویلي، د طالبانو په برید کې شپږ پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

خو په وینا یې د پولیسو په ځوابیه برید کې شپږ وسله وال طالبان هم وژل شوي، چې جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:نیمروز
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي