د عراق ولسمشر یو وتلی سیاستوال عادل المهدي د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عراق ولسمشر برهم صالح، نوي لومړي وزیر عادل المهدي ته د نوي حکومت د جوړلو سپارښتنه کړې ده.
عادل المهدي ته وخت ورکړل شوی، چې په یوه میاشت کې د خپلې کابینې نوي غړي پارلمان تته معرفي کړي.
عبدالمهدي له دې مخکې د ولسمشر مرستیال پاتې شوی او هم یې د نفتو او مالیې د وزیر په توګه کار کړی.
د عراق ولسمشر برهم صالح یو کُرد سیاستوال دی چې د اکتوبر په دویمه د عراق د جمهوري ریاست په سمبولیکه څوکۍ کیناست.
جمهورخبري آژانس:کابل