۰
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر:

کابل او اسلام آباد دې روان وضعیت بدل او ښې اړیکې د جوړې کړي

چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۴
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي ویلي، د پاکستان او افغانستا حکومتونه دې خپلو کې سره کېني او شته ستونزې د حل کړي.
کابل او اسلام آباد دې روان وضعیت بدل او ښې اړیکې د جوړې کړي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي ویلي، د پاکستان او افغانستا حکومتونه دې خپلو کې سره کېني او شته ستونزې د حل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افریدي ویلي، چې روان وضعیت د دواړو په ګډه نه دی او باید دغه وضعیت بدل او اړیکې سره ښې کړي.

د هغه په وینا افغانستان او پاکستان په خپلو کې تاریخي او ارزښتناکې اړلي لري او دواړه هېوادونه دې د خپلو ولسونو لپاره د ښه ژوند کولو فرصت برابر کړي.

افریدي ویلي، چې هېواد یې تل د افغانستان سوله او ثبات غوښتی او په دې برخه کې د لا همکاریو ژمنه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پر داسې مهال د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د اسلام آباد د ژمنو یادونه کوي، چې وړمه ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي و ویل، په وروستیو کلونو کې دا څوم ځل دی، چې پاکستان له خپلو کړو ژمنو پر شاه کېږي.

نوموړي و ویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ د عمل پلان له تېرو ۹ میاشتو راهیسې بشپړ او پنځو کاري کمېټو د ټولو ستونزو له پاره حل لارې لټولې، خو پاکستان لا هم عمل ورباندې نه دی کړی او په سیاست کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي