۰

د کرکټ بورډ مخکنی مشر اسلام آباد کې سفیر ټاکل شوی دی

یکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۷
حکومتي سرچینې وايي، د افغانستان د کرکټ بورډ مخکنی مشر عاطف مشعل په اسلام آباد کې د افغان سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د کرکټ بورډ مخکنی مشر اسلام آباد کې سفیر ټاکل شوی دی
حکومتي سرچینې وايي، د افغانستان د کرکټ بورډ مخکنی مشر عاطف مشعل په اسلام آباد کې د افغان سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم حکومت تر اوسه رسمآ د مشعل د ټاکل کېدو پخلی نه دی کړی، خو د افغان حکومت ځینو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، چې عاطف معشل اسلام آباد کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی دی.

باید و ویل شي، چې عاطف مشعل څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ له مشرۍ څخه استعفا وړاندې کړه او هغه مهال یې ویل، چې دی به په یوه بله برخه کې حکومت ته کار وکړي.

تر دا مهال خپله عاطف مشعل او په پاکستان کې د افغانستان اوسني سفیر حضرت عمر زاخېوال هم څه نه دي ویلي، خو وړاندې زاخېوال هم له خپلې دندې استعفا ورکړې وه، خو هغه مهال یې استعفا نه وه منل شوې او دی پر خپله څوکۍ پاتې شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي