۰

د افغان پوځ یوې چورلکې پروان کې سقوط کړی دی

یکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۰
سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان پوځ یوې چورلکې په پروان ولایت کې لوېدلې، چې له امله یې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان پوځ یوې چورلکې پروان کې سقوط کړی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان پوځ یوې چورلکې په پروان ولایت کې لوېدلې، چې له امله یې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبې د تلې ۷ مه د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ په مندي قول سیمه کې رامنځ ته شوې.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار وايي، د ملي اردو دغه چورلکې ته د ناستې په وخت کې تخنیکي ستونزه پیدا او تر چپه کېدو وروسته یې اور اخیستی دی.

نوموړې زیاته کړې، چې په پېښه کې ۸ پوځي کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دا چې څو مړه او څو ټپیان دي په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ د فراه ولایت په خاک صفا ولسوالۍ کې هم د پوځ یوه څرخکه لوېدلې وه، چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي او درې ټپیان شوي وو.

دفاع وزارت د پروان ولایت د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو د فراه د خاک صفا پېښه یې تایید کړې ده.

جمهورخبري آژانس:پروان

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي