د ناټو عمومي مشر ینس سټولټنبرګ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي، چې دغه سازمان له افغانستانه د وتلو اراده نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، ناټو ځکه له افغانستانه نه وځي، چې وتل به یې تر پاتې کېدو په لوړه بیه پرېوځي.
نوموړي زیاته کړې، که د ناټو ځواکونه له افغانستان وځي نو طالبان به بېرته راګرځي، داعش ډله به خپلې جګړې پراخوي او په دې توګه به په افغانستان او سیمه کې د جګړو او خونړیو پېښو یو بل پړاو پیل شي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد پر روانه مبارزه ټینګار کړی او ویلي یې دي تر هغه به د دغه ډلو پر وړاندې جګړه کوي چې ختمې شوې نه وي.
باید و ویل شي، چې ناټو تر دې وړاندې هم ویلي وو، له افغان حکومت او افغانانو سره ولاړ دي او د افغان پوځ ملاتړ ته به ادامه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل