سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار او هلمند ولایتونو په سرحدي سیمو کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه عملیات پرون دوشنبې د تلې دویمه پیل او د نن ورځې تر سهار پورې یې دوام درلود.
د دوی په وینا دغه عملیات د کندهار د میوند ولسوالۍ د سره بغل او کانټېنر بازار په سیمو کې د صفر درې په نوم افغان ځانګړو ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د طالبانو په ۸ مرکزونو تر سره شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ یوه ویاند څارن غورځنګ افریدي ویلي، په دې عملیاتو کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۴۱ نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا په عملیاتو کې د قاطع ماموریت هوايي ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره برخه اخیستې، چې په کې او د طالبانو ۳۵ موټرسایکلونه او ۶ عرادي وسایط هم له منځه وړل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندهار