۰

زابل کې یوه طالب زنداني، زندان کې یو پولیس وژلی دی

دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۲
سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې یوه طالب زنداني په زندان کې پر پولیسو ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې درې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زابل کې یوه طالب زنداني، زندان کې یو پولیس وژلی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې یوه طالب زنداني په زندان کې پر پولیسو ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې درې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د تلې اوله) د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په زندان کې رامنځ ته شوې ده.

د زابل د والي ویاند وایي، دغه طالب زنداني هغه مهال چې یو پولیس پر لمانځه ولاړ د هغه وسله یې اخیستي او ډزې یې پرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دا چې برید کوونکی طالب زنداني بېرته نیول شوی او که د نورو ساتونکو په ډزو ورته زیان اوښتی که څنګه، ګل اسلام سیال جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي