۰

دفاع وزارت: فراه کې ۴۲ طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۹
ملي دفاع وزارت فراه ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۴۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: فراه کې ۴۲ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت فراه ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۴۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارته نن دوشنبې د تلې دوهمه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو د فراه په خاک سفېد ولسوالۍ کې د طالبانو پر پتنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه هوايي بریدونو کې ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په عملیاتو کې د طالبانو پنځه عرادې موټر، دوه موټرسایکلونه، ۳۸۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي