۰

ځانګړو ځواکونو د ولسمشرۍ ماڼۍ دوه ساتونکي د طالبانو له بنده آزاد کړل

دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۳
ملي دفاع وزارت وايي، ځانګړو افغان ځواکونو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتنې قطعې دوه ساتونکي د وسله والو طالبانو له زندانه راخوشي کړي دي.
ځانګړو ځواکونو د ولسمشرۍ ماڼۍ دوه ساتونکي د طالبانو له بنده آزاد کړل
ملي دفاع وزارت وايي، ځانګړو افغان ځواکونو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتنې قطعې دوه ساتونکي د وسله والو طالبانو له زندانه راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت ویاند سید غفور احمد جاوید ویلي ځانګړو ځواکونو تېره شپه (د تلې اوله) د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې.

نوموړي زیاته کړه، په دې عملیاتو کې ټول شپږ تنه سرتېري د طالبانو له زندان څخه راخوشي کړای شوي دي، چې دوه په کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکې قطعې ساتونکي دي.

د دفاع وزارت ویاند زیاتوي پر دغه سرتېرو د طالبانو له خوا د اعدام حکم شوی و، خو ځانګړو ځواکونو پر وخت اقدام وکړ او هغو یې ترې راخوشي کړل.

جاوید وايي، د دې زندان د ماتولو په عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان هم وژلي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي