۰

کونړ کې پنځه داعشیان وژل شوي دي

یکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۷
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې پنځه داعشیان وژل شوي دي.
کونړ کې پنځه داعشیان وژل شوي دي
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې پنځه داعشیان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي ویلي، بهرنیو ځواکونو پرون شنبې د وږي ۳۱ مه مازیګر مهال د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې پر داعشیانو هوايي برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې پنځه داعشیان وژل شوي او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

داعش په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي