۰

پر غزني ښار برېښنا پرې شوې ده

یکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۸
سیمه ییز چارواکي وايي، میدان ورګو ولایت کې د جګړې له امله د غزني د برېښنا مزي پرې شوي او پر ښار برېښنا قطع شوې ده.
پر غزني ښار برېښنا پرې شوې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، میدان ورګو ولایت کې د جګړې له امله د غزني د برېښنا مزي پرې شوي او پر ښار برېښنا قطع شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د میدان وردګو د سیدآباد ولسوالۍ د سالارو په سیمه کې پرون شنبې د وږي ۳۱ مه د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې.

د غزني چارواکي وايي، په دغه جګړه کې غزني ښار ته د د ازبکستان د وارداتي بریښنا درې غځیدلي مزي پرې شوي، چې له امله یې پر غزني ښار برېښنا قطع شوې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، د برېښنا د مزو د پرېکېدو له امله د ښار په ډېری برخو کې برښنا نشته او د سوداګریزه کارخونو کار په ټپه درېدلی دی.

د غزني د بریښنا د شرکت رئیس انجنیر جان‌محمد هم د دغه خبر د پخلي تر ځنګ ویلي، د غزني ښار اکثره اوسیدونکي بریښنا نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې تېره شپه یې یواځې د ښار مرکزي برخو ته د ډیزلي جنراتورونو په مټ بریښنا رسولې ده.

دی وايي، د بریښنا شرکت د انجینرۍ دوه ډلې، د بریښنا د مزو د بیرته نښلولو لپاره سیمې ته استول شوي خو دا چې د بریښنا مزي به ونښلول شي او که نه معلومه نه ده.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي