۰

په وسله وال برید کې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي

یکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۳
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې په یوه وسله والو برید کې ۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
په وسله وال برید کې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې په یوه وسله والو برید کې ۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ چارواکو ویلي، دغه سرتېري په سیمه کې په ګزمه بوخت و، چې وسله والو پرې برید کړی دی.

پوځی چارواکي وايي، د وسله والو په برید کې ۷ سرتېري وژل شوي خو په ځوابیه برید کې بیا ۹ وسله وال هم وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسؤولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیست.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي