۰

ایران کې د یوه نظامي پرېډ پر مهال وسله وال برید شوی

شنبی ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۳
ایراني چارواکو تاييد کړه، چې دغلته د دوی پر یوه نظامي پرېډ وسله وال برید شوی او مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.
ایران کې د یوه نظامي پرېډ پر مهال وسله وال برید شوی
ایراني چارواکو تاييد کړه، چې دغلته د دوی پر یوه نظامي پرېډ وسله وال برید شوی او مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید د ایران - عراق جګړې د دري اتيايمې کليزې په مناسبت جوړې شوې وې پوځي برېډ شوی دی.

ایراني چارواکو ویلي، برید کوونکو پوځي جامې پر تن وې، چې د ډزو له امله یې یو څو کسان وژل شوي او تر ۲۰ پورې ټپیان شوي دي.

د خوزستان یوه چارواکي غلامرضا شریعتي د دوو بریدګرو د وژل کېدو خبره تایید کړې او وايي دوه نور کسان نیول شوي چې یو پکې ټپي شوی بریدګر دی.

تر اوسه د برید مسؤولیت چا نه دی منلی، خو د سپاه یوه ویاند رمضان شریف ایسنا خبري اژانس ته ویلي، هغه کسان چې پر پوځي پرېډ یې ډزې کړې او عام خلک او پوځيان یې ټپیان کړي، له الهوازیه بهیر سره تړاو لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي