د سولې عالي شورا وايي، افغانستان کې د سولې له پاره ملي، سیمه ییز او نړیوالې اجماع د روانې جګړې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شورا د دارالانشاء رييس ډاکټر اکرم خپلواک دغه څرګندونې د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل يو پيغام کې کړې.
نوموړي ویلي، چې ټول بايد د سولې لپاره رښتينې هلې ځلې وکړي، څو په هېواد کې ٤٠ کلنه جګړه پاى ته ورسېږي.
خپلواک وايي، په روان زېږديز کال کې د سولې عالي شورا ډېرې لاسته راوړنې درلودې او د سولې په برخه کې يې ملي، سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځته کړې ده.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس زیاته کړې دغې اجماع په افغانستان کې د جګړې قانوني مشروعيت له سوال سره مخ کړى دى.
خپلواک وايي، د سولې په اړه د افغانستان او د نړۍ د علماوو غږ له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل