۰
ملګروملتونو کې د چین استازی نړیوالو ته!

افغانان پرېږدۍ چې د خپلې خوښې سياسي نظام او پرمختيايي لار غوره کړي

چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو پر نړیوالې تولې غږ کړي، چې د افغانانو د هغه حق درناوی وکړي چې د خپلې خوښې له مخې سياسي نظام او پرمختيايي لار غوره کوي.
افغانان پرېږدۍ چې د خپلې خوښې سياسي نظام او پرمختيايي لار غوره کړي
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو پر نړیوالې تولې غږ کړي، چې د افغانانو د هغه حق درناوی وکړي چې د خپلې خوښې له مخې سياسي نظام او پرمختيايي لار غوره کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ما جاو شيو د سپتمبر په اوولسمه نېټه نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په هغه غونده کې چې د افغانستان له پاره ځانګړې شوې وه، دا څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي نړيواله ټولنه بايد د افغانانو د هغه حق درناوی وکړي چې د خپلې خوښې له مخې سياسي نظام او پرمختيايي لار غوره کوي.

دغه راز هغه ویلي، نړيواله ټولنه بايد په دوامداره توګه د افغانستان د امنيتي ځواکونو د توان لوړولو له ترهګرۍ، نړيوالو جرمونو او د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

ما جاو شيو وويل، چين به په پر له پسې توګه د يو کمربند او يوې لارې په شمول سيمه ييزو همکاريو کې د افغانستان د شریکولو لپاره کوښښ وکړي او د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای له افغانستان سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي