۰

د افغانستان صادرات ۳۲ سلنه زیات شوي دي

سی شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۲
د افغانستان د صنایع او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، په وروستیو ۸ میاتو کې له هېواد بهر ته د صادراتو کچه ۳۲ سلنه لوړه شوې ده.
د افغانستان صادرات ۳۲ سلنه زیات شوي دي
د افغانستان د صنایع او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، په وروستیو ۸ میاتو کې له هېواد بهر ته د صادراتو کچه ۳۲ سلنه لوړه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت سرپرست اجمل حمید عبدالرحیم زي نن سه شنبې د وږي ۲۷ مه کال کې د یوې خبري غوندې پر مهال دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي و ویل، چې د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په پرتله سرکال په تېرو ۸ میاشتو کې بهر ته د افغانستان په صادراتو کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د عبدالرحیم زي په وینا د افغانستان د ملي صادراتو ستراتېژۍ پلي کېدا، د هوايي دهلیزونو رامنځ ته کول، د افغان توکو له پاره د بازار موندنې په موخه په داخل او خارج کې سوداګریز نندارتونونه، له چین، قزاقستان، هند او ازبکستان سره د ترانزیټي لارو پرانسته او د هېواد د شپږ قلمه تولیداتو ځانګړي کول هغه څه دي، چې صادرات یې لوړ کړي دي.

د صنایع او سوداګرۍ وزارت سرپرست و ویل، چې د افغانستان اقتصادي پراختیا او پرمختیا د ملي یووالي حکومت او نړیوالې ټولنې له اساسي اهدافو څخه دي.

دی وايي، د خصوصي سکتور له لارې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا د حکومت په لومړیتوبونو کې دي او هڅه کوي، چې د اقتصادي ودې له پاره کورني تولیدات حمایه او ظرفیتونه یې لوړ کړي تر څو صادرات لوړ او د وارداتو ځای ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي