۰
د ولسمشر لومړی مرستیال:

د حکومت عقده يي مخالفین غواړي ټول هېواد دښمن ته تسلیم کړي

سی شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۷
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون مخالفانو ته په اشارې وايي، د حکومت عقده يي مخالفان غواړي ټول هېواد د افغانستان دښمنانو ته تسلیم کړي.
د حکومت عقده يي مخالفین غواړي ټول هېواد دښمن ته تسلیم کړي
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون مخالفانو ته په اشارې وايي، د حکومت عقده يي مخالفان غواړي ټول هېواد د افغانستان دښمنانو ته تسلیم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن سه شنبې د وږي ۲۷ مه یې کابل کې د یو لړ مراسم پر مهال وینا کوله، پر هغه کسانو سختې نیوکې وکړې، چې د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون د بیا کتنې او لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي و ویل«په دې ورځو کې ځینې سیاسیون او د پارلمان یو شمېر غړو له امریکا سره د امنیتي تړون د بیا ارزونې او لغوې خبرې زمزمه کوي، دغه کسان د هېواد له اقتصادي او د خپلې ټولنې له واقعیتونو خبر نه دي او یا هم د خیال په دنیا کې ګرځي.»

ښاغلي دانش و ویل، چې د حکومت سره عقد دا کسان دې ته چمتو کړي، چې له امریکا سره د امنیتي تړون په مخالفت ټول هېواد دښمنانو ته تسلیم کړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال د ولسي جرګې له خوا د امنیتي تړون بیا ارزنې باندې نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ولسي جرګې غړي نه باید د ملي ګټو خلاف عمل وکړي او د ملي مصالحو په اړه نه باید قضاوت وکړي.

نوموړي و ویل«د ولسي جرګې غړي د هېواد له اقتصادي ستونزو ښه خبر، دوی نه باید د سیاسي موخو له پاره د هېواد لوړې ګټې له نظره وغورځوي.»

د ولسمشر دوهم مرستیال ټنګار وکړ، چې د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون لویې جرګې او خپله ولسي جرګې تایید کړی او دا لرې ده، چې دوی بیا دغه تړون و ارزوي او یا یې هم لغوه کړي.

دانش دغه څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې څو ورځې وړاندې ولسي او مشرانو جرګو یو شمېر استازو او دغه راز د پخواني ولسمشر کرزي په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو د حضرت صبغت الله مجددي په کور کې له امریکا سره د امنیتي تړون د بیا کتنې او لغوې غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونده کې د امنیتي تړون د بیا کتنې او لغوه کېدو پر خبرو سختې نیوکې وکړې.

عبدالله و ویل، دا غوښتنه د ولس غوښتنه نه ده، او هر څوک او هره ډله د ولس په استازولۍ د دغه تړون د بیا کتنې او لغوه کېدو غوښتنه نه شي کولای.
 
جمهورخبري آژانس: کابل
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي